IQNA

د ایران قراني ټولنه نن په تهران کې د سویډ  د سفارت په وړاندې ستره غونډه جوړوي

6:36 - July 03, 2023
د خبر لمبر: 3487570
   ایکنا-(تهران) د سویډ د حکومت او عدالت په دغه اقدام  او همداراز د قرآن کریم په شان کې په دغې بې احترامۍ پسې د قرآني ټولنې (یعني د قرآني ټولنې مدیران، معلمان، قاریان، حافظان او فعالان) او له قرآن کریم سره  عشق لرونکي عام عاشقان  به نن  په  تهران کې د سویډ د سفارت په وړانډې  ستره غونډه ترسره کړي.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ایران قرآني ټولنه په سویډ کې د قرآن کریم  د حرمت په ماتیدا پسې نن په تهران کې د سویډ د سفارت په وړاندې ستره غونډه جوړه کړي.

 دوه اونۍ له دې وروسته چې  د سویډ عدالت  دپولیسو  هغه اعلان شوي فیصله چې   د قرآن کریم د  نسخې د سوځولو لپاره ددغه هیواد په پلازمینې سټاکهم کې  دمظاهرې  لپاره  ممنوع اعلان کړې وه ، رد کړه ، نو پولیسو  د مظاهرې  مجوز صادر کړ او ددغې مظاهرې منظمونکي افراطي  کس د تیرې چارشنبې په ورځې د  قرباني د لوي اختر په لومړۍ چټئ ورځې  قرآن کریم ته اور واچوه  چې  نړیوال اعتراضونه او کرکه ئې په ځان پسې درلودلې ده .

   د سویډ د حکومت او عدالت په دغه اقدام  او همداراز د قرآن کریم په شان کې په دغې بې احترامۍ پسې د قرآني ټولنې (یعني د قرآني ټولنې مدیران، معلمان، قاریان، حافظان او فعالان) او له قرآن کریم سره  عشق لرونکي عام عاشقان  به نن  په  تهران کې د سویډ د سفارت په وړانډې  ستره غونډه ترسره کړي.

قرآن ,

په سویډ کې  د قرآن کریم  دبې حرمتئ دغه سپک اقدام  په درستې نړۍ کې د مسلمانانو له سخت غبرګون سره  مخ شوی ا و په ډيرو اسلامی هیوادونو کې   سترې مظاهرې شوي او هماغه راز دوام لري.

داپه داسې حال کې دي چې   ځینو سرچینو په دا وروستیو کې وئیلي دي، چې  د سویډ حکومت د اسلامی نړۍ له خوا د سویډي محصولاتو او تولیداتو د  بایکاټولو له ویرې  په دغې پيښې په ځنډ سره  غندنه کړې او وئيلي ئې دي چې دا د سویډ دحکومت نه ،بلکې یو شخصي فکر ؤ ، چې دسویډ حکومت ئې نه مني .

 

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/04/11/2919696

captcha